سمنګان کې پر کروندو د ملخانو برید له امله کروندګرو ته زیانونه اوښتي د سمنګان د لرې پرتو کلیو یوشمېر کروندګر په خپلو کلیو کې د ملخانو له زیاتوالي څخه شکایت کوي او وايي، ملخانو یې کروندې ویجاړې کړي او ډېر مالي زیانونه یې وراړولي دي.
هلمند کې پر کروندو د ملخانو یرغل؛ مسوولان: د دوا شیندلو کمپاین شوی د هلمند ولایت محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په واشېر او مارجې ولسوالیو کې ملخانو پر شنو کروندو یرغل کړی چې د مخنیوي لپاره یې سیمې ته د دوا شیندلو لپاره ټيمونه استولي دي.
د تخار ولایت پر کروندو د ملخانو یرغل د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالي کروندګر او د کرنې رییس وایي، ملخانو د دغه ولسوالي پر شنو فصلونو یرغل کړی دی. دوی له سلاموطندار سره په خبرو کې وویل چې درې اوونۍ وړاندې د امو سیند له هغې غاړې له تاجکستان هېواد څخه ملخانو د تخار ولایت د دشتقلعه ولسوالي د کروندګرو پر فصلونو یرغل کړی او د کروندګرو غلهجات او سبزي یې په بشپړه توګه له منځه وړي دي.