د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وايي، هدفي وژنې او ترورونه د سولې پروسه ګواښي او باید ودرول شي.

نوموړي تازه پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې افغانان سوله غواړي. د نوموړي په وینا، اوربند او سیاسي هوکړه بیړنۍ هوکړې ته اړتیا لري. هغه د سولې له مرکچیانو غوښتي چې اوربند ته د رسېدو او یوې سیاسي هوکړې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او په وینا یې، امریکا په دې برخه کې له دواړو لوریو سره همکاري ته تیاره ده.

خلیلزاد ویلي چې د تاوتریخوالي ډېروالي پر خلکو ژوند تریخ کړی، هغوی یې ویرولي او دا ډار به د دې لامل شي چې خپل هېواد پرېږدي.

زلمي خلیلزاد د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا د اجرایوي رییس محمدیوسف رشید ترور، د پلچرخي بندخونې د څلورو ډاکټرانو وژل کېدل او په کاپیسا کې د ښځو برخې فعالې فرشتې کوهستانۍ ترور غندلی دی.

تر اوسه هېچا یا ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

خلیلزاد لیکلي: «هره ټولنه د یوسف او فرشتې غوندې کسانو ته اړتیا لري. هغوی د ټولنې رسا غږونه دي او د ټولنې زړه ژوندی ساتي. هغوی باید په ډار او وېره کې نه وي، یا له هغه بدتر، ونه وژل شي.»

نوموړي ټینګار کړی، هغه کسان چې په دغو ترهګریزو بریدونو کې لاس لري، باید حساب ورکولو ته حاضر کړل شي.

په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې ۵ خبریالان، څو څارنوالان، د بشري حقونو فعالان او یوه د ښځو برخې فعاله هدف ګرځول شوي او ترور شوي یې یا هم په چسپکي ماینونو الوځول شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام