Asset 1SWN

سلام وطندار

ا.ا کاپیسا کې نیول شوی خبریال «عبدالحنان محمدي» له زندان ازاد کړ

په کاپيسا کې د پژواک خبري اژانس محلي خبريال عبدالحنان محمدي چې له څلورو مياشتو راهيسې د اسلامي امارت د استخباراتو په زندان کې و، نن خوشې شوی دی.

د محمدي د کورنۍ غړیو سلام‌وطندار ته د اسلامي امارت له بنده د نوموړي خوشې‌کېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې محمد نن (جمعه د تلې ۸مه) له غرمې وروسته د اسلامي امارت له بند څخه ازاد شوی او خپلې کورنۍ ته ستون شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ویل کېږي چې محمدي څلور میاشتې مخکې په کاپیسا کې د اسلامي امارت د استخباراتو له‌خوا زنداني او وروسته بیا د کابل یوه زندان ته لېږل شوی و.

په وروستیو میاشتو کې د محمدي کورنۍ د نوموړي د روغتیا په اړه اندېښنمنه وه او په وار وار له اسلامي امارت د هغه د خوشې‌ کولو غوښتنه کړې وه.

اسلامي امارت تراوسه د محمدي د زنداني کولو په اړه حزییات نه دي ورکړي.

سلام‌وطندار پر  ټوېټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په زندان کې د محمدي د ځورونې د ادعاوو په اړه ویلي و چې اسلامي امارت د بیان ازادۍ ته ژمنه ده او هېڅ خبریال نه دی بندي شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام