د مالیې راټولولو اوونۍ؛ حنفي: یوه افغانۍ به بېځایه نه لګول کېږي
د اسلامي امارت د رییسالوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي نن په کابل کې د مالیې راټولولو اوونۍ څخه د نمانځنې په یوې غونډې کې وویل چې د راټولې شوې مالیې یوه افغانۍ به بېځایه نه لګول کېږي. نوموړي زیاته کړ چې مالیه باید په سیستماتیک ډول راټوله او ترې د هېواد په ابادۍ او د اړتیا پوره کولو په برخه کې ګټه واخیستل شي.