Asset 1SWN

له بانکونو د پیسو راوېستلو کچه ۳۰۰۰ ډالرو ته لوړه شوې

iStock-dollar-ed

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې هېواد کې یې له بانکونو د پیسو راوېستلو کچه لوړه کړې ده.

د یاد بانک مسوولانو نن «چهارشنبه، مرغومې شپږمه» کابل کې د یوې ناستې پر مهال ویلي، له دې وروسته د بانکي حساب‌لرونکي کولای شي، په میاشت کې تر ۳۰۰۰ ډالره ۲۵۰زره افغانۍ له بانکونو ترلاسه کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان بانک سرپرست هدایت‌الله بدري دې ناستې ته همداراز وویل چې یاد بانک د بازار اړتیا ته په کتو نوي افغاني بانک‌نوټونه وېشي او زاړه هغه راټولوي.

هدايت‌الله بدري زیاته کړه چې د افغانستان بانک توانېدلی د معقولو پولي سياستونو په پلي کولو سره د افغانۍ ارزښت وساتي او د ثبات لور ته یې بوځي.

د افغانستان بانک سرپرست په وینا، په نړيواله کچه افغانۍ د غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو په کتار کې ده او ارزښت يې لوړ شوی دی.

څو میاشتې وړاندې یوې امریکايي رسنۍ بلومبرګ تازه په یوه راپور کې ویلي و چې ۲۰۲۳ کال کې «افغانۍ» له کولمبیا او سریلانکا وروسته د درېیم باثباته پولي واحد ځای خپل کړی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دغه راپور کې لیکل شوي چې له افغانستان میلیارډونه ډالره بشري مرستې او له اسیايي ګاونډیانو سره د دغه هېواد د سوداګرۍ پراختیا لامل شوې چې «افغانۍ» په دغو درېوو میاشتو کې د نړیوالې درجه‌بندۍ سر ته راولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام