قاري برکت‌الله سلیم ومړ

د افغانستان نوموتی حافظ قاري برکت‌الله سلیم ومړ.
د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، برکت‌الله سلیم پنځه کلن و چې د قرآنکریم تلاوت یې پیل او په اته کلنۍ یې ټول قرآن حفظ کړی و.
نوموړي د قرآنکریم د حسن‌ قرائت، حفظ، تفسیر او تجوید په دولسو نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی او اته ځله یې لومړی مقام ګټلی دی.

د اوبو او برښنا وزارت هېواد کې د واورې او باران اورېدو خبر ورکړ

د اوبو او برښنا وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ټاکل شوې د روانې میاشتې له اووه‌مې تر نهمې سېلابونه راشي او د افغانستان په ځینو سیندیزو حوزو کې د اوبو کچه هم لوړه شي. دغه وزارت نن پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې ښايي د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې سختې واورې او بارانونه وشي چې له کبله به یې د هریرود، هلمند، شمال، کابل او آمو په سیندیزو حوزو کې سېلابونه هم راشي.

د افغانستان بانک سبا شپاړلس میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې سبا به د «افغانۍ» د ارزښت ساتلو او ثبات لپاره شپاړلس میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې بازار ته وړاندې کړي.
دغه بانک له نورو بانکونو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په یاده داوطلبي کې ګډون وکړي.

اریانا افغان هوايي شرکت د خوست له هوايي ډګر الوتنې پیل کړې

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولان وايي چې د اریانا افغان هوايي شرکت د خوست هوايي ډګر ته خپلې الوتنې پیل کړې.

یاد شرکت خپله لومړۍ الوتنې جمعه «سلواغې شپږمه» د متحده‌عربي اماراتو له العین څخه کابل او له هغه ځایه د خوست ملکي هوايي ډګر ته کړې چې ورسره یې د الوتنو د پیل لړۍ هم پیل شوې.