د بامیان محلي چارواکي په د دغه ولایت د یکاولنګ ولسوالي دویمې برخې په «دهسرخک» سیمه کې د درې تاریخي اثارو د موندل کېدو خبر ورکوي.
د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس اسحاق موحد وايي چې په دغو اثارو کې «کوزه»، لګن او سماوار شامل دي چې ۱۲ ورځې وړاندې د دهسرخک سیمې د ماشومانو له لوري تر موندل کېدو وروسته د یکاولنګ ولسوالي دویمې برخې ادارې او امنیتي ځواکونو ته سپارل شوي وو.
د نوموړي په وینا، تر اوسه به ژر وي چې د دغو اثارو د ډول او تاریخي مخینې په اړه خبرې وکړو او په وینا یې، اړتیا ده چې تاریخي څېړنې پرې وشي.
د بامیان والي سیدانور رحمتي وايي چې بامیان د تمدن او کلتور ځای دی. د هغه په وینا، د بامیان محلي اداره پر یوه داسې کتاب کار کوي چې د دغه ولایت ټول تاریخي او کلتوري اثار پهکې وپېژندل شي.
رحمتي زیاتوي، د حکومت مرکزي او محلي ادارې هڅه کوي چې د بامیان تاریخي اثار وساتي او بیا یې ورغوي.
د بامیان والي وايي، «فېروزکوه» موسسه په دغه ولایت کې د ششپل کاروانسرای بیارغوي چې په جوړېدو سره به د هېواد د مرکزي سیمو د لاسي صنایعو د پراختیا مرکز په توګه ترې ګټه واخیستل شي.
د بامیان محلي چارواکي وايي، ولسمشرۍ ماڼۍ ورته لارښوونه کړې چې لومړی د دغه ولایت تاریخي سیمې استملاک او بیا د ساتنې لپاره ترې دېوال را چاپېر کړي.
ویل کېږي چې د بامیان یوشمېر اوسېدونکي اوس له دغو تاریخي سیمو نه د کثافاتو د ځای او غوجلې په توګه ترې کار اخلي.
بامیان د هېواد په مرکز کې د هغو تاریخي ولایتونو یو دی چې د تمدن د درې دورو زردشتي، بودايي او اسلام اړوند اثار پهکې دي، خو د دغو اثارو د ساتلو او پېژندلو لپاره تر اوسه لازم کار نه دی شوی دی.