Asset 1SWN

بلخ کې د ملي اردو پر موټر د ناپېژاندو وسله‌والو بريد؛ ۲ کسان وژل شوي او ۳ ټپيان دي

Mazar-p18nrd4t81kulrey6i12x5q57c5y66ji7gpp40rb84

بلخ ولايت کې د ملي اردو سرتېرو پر لېږدوونکي رنجر موټر د ناپېژاندو موټرسايکل سپرو وسله‌والو بريد کې ۲ سرتېرې وژل شوي او ۳ نور کسان ټپيان دي.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمدحنیف رضايي د ياد خبر په تاييد سره وايي، دغه پېښه نن سهار د مزارشريف ښار پنځمې ناحيې اړوند سيمه کې هغه مهال شوې کله چې د سرتېرو موټر قول اردو ته پر لاره و.

د رضايي په وينا، په دې پېښه کې دوه ښځينه سرتېرې وژل شوي او د موټرچلوونکي په ګډون درې نور کسان ټپيان دي.

د طالبانو په ګډون تر اوسه پورې هېڅ يوې وسله‌والې ډلې د بريد مسووليت نه دی منلی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام