Asset 1SWN

د سمنګان په یوې دیني مدرسه کې د چاودنې له امله لس کسان وژل شوي

SAMANGAN-pygz6r3iclspxpstct11n9eutw52tksehadh2hvnuw

د سمنګان په مرکز اړوند یوې دیني مدرسه کې د چاودنې له کبله لس کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور څو شېبه وړاندې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې نن له غرمې وروسته د سمنګان د مرکز ایبک ښار په یوه دیني مدرسه کې چاودنه شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي لیکلي چې د دغې چاودنې په پایله کې لس زده‌کوونکي وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي. د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې امنیتي او کشفي ځواکونه هڅه کوي، څو د یادې پېښې عاملان ونیسي او د عدالت منګولو ته یې وسپاري.

د یادونې وړ ده چې څو شېبې وړاندې یوې سرچینې هم سلام‌وطندار ته دغه ولایت کې د یوې چاودنې د رامنځته کېدو پخلی کړی و.

 

سرچینې ویلي و چې دغه چاودنه د ایبک ښار اړوند د بندر سرک سیمې د «الجهادي» په نوم یوې مدرسه کې د لمانځه پر مهال شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

تراوسه کوم چا یا ډلې د یاد برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام