ارغنداب کې د ماین چاودنې؛ لس ورځو کې ۲۷ کسان وژل شوي او ۱۵۱ ټپیان دي

د کندهار د ارغنداب ولسوالي هغه اوسېدونکي چې څو میاشتې وړاندې په یاده ولسوالي کې د جګړې له کبله د دغه ولایت ښار ته را کډه شوي وايي، که څه هم اوس وسله‌وال طالبان د افغان ځواکونو له لوري له سختو بریدونو وروسته د دې ولسوالي له بېلابېلو سیمو وتلي، خو په وینا یې، دغې ډلې ټول ارغنداب له ماینونو ډک کړی او خلک نه شي کولای خپلو کروندو او باغونو ته ولاړ شي.