رانا ثنالله: پاکستان حق لري چې افغانستان کې د ټيټيپي پر پټنځایونو برید وکړي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنالله له «اکسپرېس ټي وي» سره د یوې مرکې پر مهال ویلي چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ پاکستان حق لري، افغانستان کې د ټيټيپي (پاکستاني طا لبانو) پټنځایونه په نښه کړي. خو اسلامي امارت بیا په وار وار ویلي،
افغانستان کې وسلهوالې ډلې نشتون نهلري او چا ته به ګواښ پېښ نهشي.