کندوز کې پر لمونځکونکو ځانمرګی برید له سختو غبرګونونو سره مخ شوی
یوه ځانمرګي بریدکونکي پرون ورځ د کندوز ښار خاناباد بندر کې د اهل تشیع په سیداباد جماعت کې د لمونځکونکو ترمنځ خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګژوبله واوښته. د اسلامي امارت مسوولانو سلاموطندار ته ویلي، په دغه برید کې تر ۵۰ ډېر لمونځکونکي وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰ نور ټپیان دي.