Asset 1SWN

د عامې روغتیا وزارت: د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بودیجه برابرولی شو

thumbs_b_c_7c94a417bf2e2ae3a47cdc48e8ab58c0

د سره صلیب نړیوالې کمېټې مسوولانو څه موده وړاندې سلام‌وطندار ته ویلي وو چې د ا.ا له واکمنېدو راهیسې یادې کمېټې ۲۵ دولتي روغتونونو سره مرستې کولې چې د مالي ستونزو له امله به دغه کمېټه د اګسټ تر پایه یادو روغتونونو سره خپلې مرستې ودروي.

افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاند پرویز فیضي ویلي و، دې کمېټې د زرګونو روغتیايي کارکوونکو حقوق او د روغتونونو روان لګښت ورکړی او د اړتیا وړ درمل یې هم ورته برابر کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

نوموړي زیاته کړې چې د یادو مرستو پر مټ دې دولتي روغتونونو په ټول هېواد کې ۲۵ میلیونه کسانو ته روغتیايي خدمتونه برابرول.

په ورته مهال د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» هم د وروستیو دوو میاشتو پرمهال اعلان کړی چې د یاد بنسټ د بودیجې کمښت لامل شوی چې افغانستان کې ۲۶۲ روغتیايي مرکزونه وتړل شي.

بل‌خوا د عامې روغتیا وزارت مسوولان بیا هېواد کې د بهرنیو بنسټونو له لوري د روغتیايي مرکزونو د تړل‌کېدو خبر ردوي او وايي چې یادو روغتیايي مرکزونو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول روان دي.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان‌امرخېل زیاتوي، که بهرني بنسټونه د دوی تر ملاتړ لاندې روغتونونو سره خپلې مرستې بندې کړي، یاد وزارت هېواد کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بودیجه لري.

نوموړي وویل: «که روغتونونو سره د بهرنیو سازمانو مرستې کمې شي، روغتیا وزارت د دې توان لري چې له ملي بودیجې د دوی لګښتونه برابر کړي او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر په عادي توګه دوام وکړي.»

په همدې حال کې یو‌شمېر روغتیاپالان هم پر دې باور دي چې روغتیايي سکټور سره د مرستو کمښت به په لنډمهالې توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو کې خنډ او ځنډ رامنځته کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب رییس حیدرخان حیدر وايي چې دغه وزارت روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو توان لري.

هغه وویل: «که د بهرنیو سازمانو مرستې کمې شي، په لنډمهالې توګه اغېز لري، خو د عامې روغتیا وزارت د دې توان لري چې له ملي بودیجې څخه یې لګښتونه پوره کړي.»

د یادونې ده چې د تېرو درې نیمو میاشتو پرمهال درېوو نړیوالو بنسټونو چې د روغتیا برخه کې یې فعالیتونه کول، خپلې چارې ځنډولې دي.

 د افغانستان لپاره د سویډن کمېته له مهمو بهرنیو بنسټونو څخه شمېرل کېږي چې بېلابېلو برخو کې یې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې فعالیت کاوه او خلکو ته به یې روغتیايي خدمتونه وړاندې کول.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د یادې کمېټې پر وېب‌سایټ د خپورو شویو معلوماتو له مخې، ۲۰۲۱ کال کې ۱.۷ میلیونه افغانانو د یادې کمېټې اړوند روغتیايي مرکزونو څخه روغتیايي

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام