د عامې روغتیا وزارت مسوولانو نن یکشنبه د غويي لسمه کابل کې د ملاریا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله په ۲۰۲۲ کال کې د ملاریا ناروغۍ پېښې ۴۵سلنه زیاتې شوې دي.
د روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال حبیبالله اخندزاده یادې ناستې ته وویل چې د ملاریا ۹۰سلنه پېښې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې ثبت شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «په ۲۰۲۲ کال کې پر ملاریا ناروغۍ ۱۲۵زره او ۷۸۸ پېښې ثبت شوي چې ۹۰سلنه یې د هېواد په ختیځو ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې وې.»
افغانستان د ختیځې مدیترانې حوزې د پنځو هغو هېوادونو له ډلې شمېرل کېږي چې لا هم د ملاریا ناروعۍ د خپرېدو له لوړې کچې سره مخ دی او دغه هېواد کې د ملاریا پېښې ۳۸سلنه لوړې شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د افغانستان په ګډون د مدیترانې په شپږو هېوادونو کې له ۲۰۱۰ تر ۲۰۲۱ کلونو پورې د ملاریا ناروغۍ له امله د مړینې کچه ۵۵سلنه لوړه شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان همداراز ټينګار کړی چې افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې برخه کې یو لړ لاستهراوړنې هم لري.
افغانستان کې د یاد سازمان استازي لوو داینګ په یوې ویناپاڼه کې ویلي: «افغانستان کې له ملاریا سره د مبارزې برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان لویه لاستهراوړنه له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۶ کاله پورې د ملاریا کنټرول لپاره د څلور کلن پراختیايي او ملي ستراتیژیک پلان، د مالي تمویل لپاره د پروپوزل پراختیا، پکتیا او خوست کې زلزله او سېلاب ځپلو ته د پشهخانو وېش او د بېړنیو کڅوړو ورکړه او ښوونیز پروګرامونه دي.»
طبیعي پېښې، د خلکو د پوهاوي کچې ټیټوالی، پشهخانو او اړینو امکاناتو ته د خلکو نه لاسرسی، د ملاریا ناروغۍ د زیاتېدو له عواملو ګنل کېږي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولانو هېواد کې د ملاریا ناروغۍ د مخنیوی ډاډ ورکړ او دې برخه کې یې د نړیوالو سازمانونو د همکاري او مرستو غوښتنه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي عمومي رییس وویل: «د روغتیا برخه کې له ټولو اړوند ارګانونو او بنسټونو غوښتنه ده چې د ملاریا په اړه موږ سره د عامه پوهاوي برخه کې همکاري وکړي، څو له ملاریا ازاد افغانستان ولرو.»
د عامې روغتیا وزارت ټينګار وکړ چې د ملاریا ناروغۍ مخنیوی او لهمنځه وړل، پانګونې او دې برخه کې عصري کولو ته اړتیا لري.