پکتیکا کې د تېرې چهارشنبې له مرګونې زلزلې وروسته چې سلګونه کسانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله واوښته، اوس په یادو سیمو کې ګڼ‌شمېر خلک پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

د پکتیکا ګیان ولسوالي چې د نورو سیمو په پرتله زلزلې ډېره ځپلې، اوسېدونکي یې وايي چې د یادې سیمې اوسېدونکي پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ګیان ولسوالي اوسېدونکي زیاتوي چې ناروغان ډېر دي، خو سیمه کې شته روغتیايي خدمات ورته بسنه نه کوي.

د ګیان ولسوالي د اوسېدونکو په وینا، سیمه کې یې ډېری کسان په اسهالاتو، ملاریا، ټوخلې او رواني ناروغیو اخته شوي چې ګڼ‌شمېر یې ماشومان او ښځې دي.

د یادې ولسوالي اوسېدونکو زیاتوي چې د دغو ناروغیو ترڅنګ په ډېر شمېر سره ماشومان او ښځې د خوارځواکۍ  ګواښ سره هم مخ دي.

د پکتیکا د ګیان ولسوالي اوسیدونکو سلام‌وطندار ته وویل، د ولسوالي نفوس یې تر ۷۰ زره اوړي، خو روغتیا برخه کې یې شته امکانات بېخي کم دي.

د ګیان اوسېدونکي نورجان وویل: «د ښځو په برخه کې ستونزې ډېرې دي، ځکه ډېرې ښځې تر خاورو لاندې شوي او ټپیانې دي. ویل شوي چې یوه ښځینه ډاکټره راغلي، خو موږ نه ده لیدلې. حالات ډېر خراب دی. لرې ځایونو ناروغان کلیینیک ته نه‌شي تللی.»

په ورته مهال بیا ګیان ولسوالي کې د ملګروملتونو د روغتیا نړیوال سازمان «WHO» مسوول ډاکټر نجیب الله ځدراڼ هم تاییدوي چې د زلزلې له امله زیانمنو سیمو کې د اسهالاتو، ملاریا، تنفسي او رواني ناروغۍ مخ په زیاتېدو دي او د مخنیوي لپاره یې باید جدي اقدامات وشي.

د پکتیکا روغتیايي مسوولان هم تاییدوي چې تر زلزلې وروسته زیانمنو سیمو کې د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو وېره شته، خو وایي چې د مخنیوي لپاره یې د روغتیايي مرستندویه ادارو سره په ګډه کار کوي او سیمو ته یې له درملو سره روغتیايي ټیمونه استولي دي.

د پکتیکا د عامې روغتیا رییس ډاکټر حکمت الله عصمت: «حفظ‌الصحه یې سمه نه ده. هوا هم خرابه ده. له زلزلې وروسته اوبه خرابې شوي. خلک د کاریزونو اوبه استعمالوي چې خړې دي. زیاتره خلک په اسهالاتو اخته دي. رواني ستونزې هم شته، خلک ټول یو ډول په وېره کې دي.»

د پکتیکا زلزله ځپلو سیمو کې پر بېلابېلو ناروغیو د خلکو اخته کېدو څرګندونې داسې مهال دي، چې د ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق هم یوه رپوټ کې ویلي، د پکتیکا او خوست ولایتونو په زیانمنو سیمو کې تر ۲۰ زره ډېرې ښځینه بیړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

رپوټ کې دا هم ویل شوي چې یادو ولایتونو کې زیانمنو شویو سیمو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو لپاره یې صحي ټیمونه لیږلي، چې ښخینه ډاکترانې یې هم برخه دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام