د پروان اوسېدونکي د «پروان امبولانس» د خدمتونو له کموالي سر ټکوي

د پروان امبولانس د فعالیت له کمېدو وروسته د دغه ولایت یوشمېر اوسېدونکي وايي، له سیمو څخه روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو په لېږدولو کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
د دوی په وینا، دا ستونزه لامل شوې چې خپل ناروغان په لوړ لګښت روغتون ته ولېږدوي او کله‌ناکله داسې هم کېږي چې ناروغان یې په لاره کې ساه ورکړي.