Asset 1SWN

د چارو ادارې عامې روغتیا وزارت ته ۱۲۵ نوي امبولانسونه وسپارل

FiP3RSeXgAUT7IX

د چارو ادارې د تدارکاتو ریاست نن چهارشنبه د لیندۍ دویمه عامې روغتیا وزارت ته ۱۲۵ نوي امبولانسونه وسپارل. د دغه امبولانسونو د پېرلو قرارداد د جمهوري نظام پرمهال شوی و.

د چارو ادارې د تدارکاتو سرپرست عبدالرحیم رحیمي وايي، دغه امبولانسونه له ازبکستان څخه پېرل شوي چې ارزښت یې ۶میلیونه ۴۵۱زره او ۶۱۲ امریکایي ډالره دی. عبدالرحیم رحیمي زیاته کړه چې د یادو امبولانسونو د پېرلو چارې بشپړې شوي او نن یې د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل.

نوموړي وویل: «د عامې روغتیا د وزارت په غوښتنه مو له ازبکستان هېواد څخه راانتقال کړل او نن ورته تسلیميږي، دا زمونږ لپاره ډيره لویه لاسته راوړنه ده.»

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د یادو امبولانسونو یو‌شمېر به د هېواد هغو سیمو ته ولېږدوي چې اړتیا ورته لیدل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وویل: «دغه ۱۲۵امبولانسونه چې له ازبکستان هېواد څخه اخیستل شوي، د هېواد هغو برخو ته به ولیږل شي چې ډيره اړتیا ورته ولري، همدارنګه په اوسني وخت چې څومره د یو امبولانس اړتیاوي دي، یعنې په هماغه سټنډرډ باندې برابر دي.

دا په داسې حال کې دی چې اوس هم د هېواد په ډېری سیمو کې خلک د روغتیایي خدمتونو له کمښت او نشتون شکایت کوي، خو عامې روغتیا وزارت ډاډ ورکوي چې هڅې یې پیل کړي، څو د هېواد ټولو سیمو ته خپل روغتیایي خدمات پراخ کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام