Asset 1SWN

روغتیا وزارت استقلال روغتون کې د لېزري جراحۍ څانګه پرانیسته

67cdce96-19d2-4205-9a41-fa1296887cf2

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت استقلال روغتون کې د سل زره امریکايي ډالرو په ارزښت د لېزري جراحۍ «لپراسکوپیک» برخه پرانیستله.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال اسحاق عاصم نن استقلال روغتون کې د لېزري جراحي برخې د پرانیستلو مراسمو ته وویل، تر دې وروسته به اړتیا نه وي چې هېوادوال د لیزري جراحۍ لپاره هېواد څخه بهر سفر وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال اسحاق عاصم له هغو ډاکټرانو څخه چې له هېواده بهر اوسیږي وغوښتل چې هېواد ته را وګرځي او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو کې ونډه واخلي.

په ورته وخت کې د کابل اوسېدونکې بنفشه چې څلور کاله یې د واده کیږي او تراوسه نه ده توانېدلې چې مور شي، استقلال روغتون ته د درملنې لپاره راغلې.

هغې وویل: «څلور کاله کېږي چې واده مې کړی او ډاکټرانو راته ویلي چې د رحم رګونه دې بند او باید عملیات شې چې تېره ورځ عملیاته شوم.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د استقلال روغتون مسوولان وايي، د لیزري جراحۍ «لپراسکوپیک» برخه کې هره ورځ تر څلورو د زیاتو ناروغانو د جراحۍ عملیات ترسره کیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام