Asset 1SWN

زابل کې د لیوني سپیو د داړلو له امله دوه کسان مړه شوي

sag_velgard_4

د زابل محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د لیوني سپیو د داړلو پېښې زیاتې شوي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

د زابل د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم حکیمي وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې دغه ولایت کې لیوني سپیو ۹۰کسان داړلي چې له ډلې یې دوه کسان مړه شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، دغه دوه اوسېدونکي د زابل د میزان او کاکړ ولسوالي اوسېدونکي وو.

د لیوني سپي ناروغي یا رابیس یوه ویروسي ناروغي ده چې درملنه یې شونې ده او د تیکي لرونکو حیواناتو له هغې ډلې سپي چې پر دغه ویروس اخته وي، انسان ته سرایت کوي.

وروسته له هغې چې پر یاد ویروس اخته سپی انسان وداړي، د یادې ناروغۍ ویروس د سپي د لاړو له لارې انسان ته لېږدول کېږي چې انسان ته له داړلو وروسته تبه، سر دردي کمزورتیا او ناراحتي پیدا کېږي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

که یاده ناروغۍ په یوه انسان کې پرمختللې شي، انسان کې د بې‌خوبۍ، اضطراب، ګنګسي، د بدن د یوې برخې فلجېدل، اندېښنې، د خولې لاړې زیاتېدل، او له اوبو څخه وېره انسان ته پیدا کېږي چې که په څو ورځو کې ورته واکسین ونه‌شي، ښايي له‌منځه لاړ شي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام