Asset 1SWN

د ماشومانو خوندیتوب سازمان افغانستان کې د خپلو فعالیتونو یوه برخه بېرته پیلوي

CHILDRAN

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان (Save The Children) اجراییوي رییس ډېوېډ رایټ پرون یکشنبه د مرغومې ۲۵مه ویلي، د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د خپلو فعالیتونو یوه برخه بېرته له سره پیلوي.

نوموړي زیاته کړې چې کار ته د ښځو د ورستنېدو تضمین ورکړل شوی او په هغو ولایتونو کې به بېرته خپل فعالیتونه پیل کړي چې ښځې دوی سره کار ته پرېښودل کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي ویلي: «د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت له لوري مرستندویه موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز له امله د ماشومانو د خوندیتوب سازمان افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډوي.»

ډېوېډ رایټ ټينګار کړی چې په خوندي او اغېزمنه توګه د خدمتونو وړاندې کولو لپاره دغه سازمان ته د ښځینه کارکوونکو ورستنېدل اړین دي او یاد سازمان نشي کولای چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د نوموړي په وینا، افغانستان کې د ماشومانو د خوندیتوب سازمان د کاري ځواک ۵۰سلنه برخه مېرمنې جوړوي چې ښځو ته د غوره خدمتونو د رسولو په موخه د دوی شتون اړین دی.

ډېوېډ رایټ زیاته کړې چې افغانستان کې د ماشومانو د خوندیتوب سازمان نوي فعالیتونه چې د دوی د بشپړ کار یوه کوچنۍ برخه جوړوي، پر روغتیا، تغذیې او نورو خدمتونو به راڅرخي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان د اسلامي امارت له لوري په نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو د کاربندیز په غبرګون کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام