۲۰۲۰ کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کچې ۲۶ سلنه ډېروالی

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په تازه راپور کې ویلي، په ۲۰۲۰ کال کې دغې کمېټې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکيو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۲ پېښې ثبت کړي چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۲۶ سلنه ډېروالی ښيي.

دغې کمېټې په خپل راپور کې ويلي، په دې پېښو کې ټپي کېدل، وهل ټکول، تښتول، ګواښل، غلا او ناوړه چلند شامل دي.

د کانګرېس راپور: امریکا باید له افغانستانه د ټولو ځواکونو د اېستلو پروګرام وځنډوي

د افغانستان په اړه هغه راپور چې د امریکا د کانګرېس په سپارښتنه جوړ شوی، د جو بایډن له دولت نه په‌کې غوښتل شوي چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د را اېستلو پروګرام دې وځنډوي، د مې میاشت موده پرېږدي او پر ځای دې یې یوازې هغه مهال خپل سرتېري را وباسي چې د یاد هېواد امنیتي وضعیت سم شي.

«افغانستان په نړۍ کې دولسم فاسد هېواد دی»

د روڼتیا نړیوال سازمان ویلي چې افغانستان د نړۍ ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې دولسم فاسد هېواد دی.
د دغه سازمان په کلني راپور کې چې نن یې د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو د فساد په اړه خپور کړی، لیکل شوي چې افغانستان په ۲۰۲۰ میلادي کال کې له ۱۰۰ امتیازونو نه ۱۹ امتیازونه خپل کړي او ۱۶۵ ځای یې نیولی دی.