د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې بوټو او دراني کابل سره د نږدې همکاریو او اړیکو رامنځته کولو لپاره د اسلاماباد پر لېوالتیا ټينګار کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر تېره ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې بلاول بوټو زرداري او اصف دراني دې لیدنه کې د افغانستان پر روان وضعیت غږېدلې دي.
د یادونې وړ ده چې پاکستان په خپل هېواد کې د اسلامي امارت ډيپلوماټان منلي دي. دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو له اسلامي امارت سره پر تعامل په وار وار ټينګار کړی دی.