کابل کې د اقتصادي بهیر د پیاوړتیا دیارلسم نړیوال نندارتون جوړ شو
افغان سوداګرو او پانګهوالو نن په کابل کې د سوداګرۍ او صنایعو او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو په همکاري د اقتصادي بهیر د پیاوړتیا دیارلسم نړیوال نندارتون جوړ کړ. د سوداګرو او پانګهوالو ټولنې حقوقي سلاکار محمدعاطف داعي وايي، د دغه نندارتون د جوړېدو موخه یې کورنیو محصولاتو، لاسي صنایعو او تولیداتو ته ښه بازارموندنه ده.