نهه میلیونه افغانان د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د یوې خبرپاڼه په  خپرولو سره خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بشري ناورین مخ په پراخېدو دی او لوږه په دغه هېواد کې خپلې کمسارې کچې ته رسېدلې.  د دغه بنسټ ویاند بابر بلوچ ویلي چې نږدې ۲۳ میلیونه کسان په افغانستان کې له لوږې سره مخ دي چې له ډلې یې ۹ میلیونه وګړي د قحطۍ له جدي ګواښ سره دي.

شنونکي: د طالبانو د مشر حضور او یا نه شتون یې د سولې پر خبرو کوم اغېز نه لري

په داسې حال کې چې ټاکل شوې نن د افغان دولت د مرکچي پلاوي ځينې غړي د مذاکراتو د بیا پیل په موخه دوحې ته سفر وکړي او په نیږدې راتلونکې کې د سولې د خبرو د بیا پیلېدو په اړه تمې ډېرې شوي، خو د طالبانو د مشر د نه شتون په اړه څرګندونې به د سولې پر پروسې څه اغېز ونه لري.

زلمی خلیلزاد: هغه اوازې ناسمې دي چې طالبان به کابل ونیسي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، هغه ګونګوسې ناسمې دي چې ګواکې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به وسله‌وال طالبان په چټګې سره پرمختګ وکړي او کابل به تر خپلې ولکې لاندې راولي.
زلمي خلیلزاد چې د امریکا د کانګرس د بهرنیوچارو کمېتې ته خبرې کولې وویل، دا تېروتنه ده چې افغان ځواکونه تیت او پرک کېږي او لنډ وخت کې به واک طالبان ته ورسېږي.