Asset 1SWN

د پاکستان پوځ: وسله‌والو سره په نښته کې مو درې سرتیري وژل شوي

1332424

د پاکستان پوځ وايي چې د خېبرپښتونخوا په لکي مروت سيمه کې له وسله‌والو سره په نښته کې یې درې سرتیري وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو نن جمعه د اپرېل ۲۸مه د یوې پوځي سرچینې له قوله راپور ورکړی چې بېګاه شپه له وسله‌والو سره په نښته کې درې سرتیري وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستان پوځ په دې نښته کې د اوو وسله‌والو د وژل‌کېدو ادعا هم کړې ده. دغه سرتیري هغه مهال ووژل شول چې وسله‌والو بېګاه ناوخته په لکي مروت کې د سرحدي ځواک او پوځ ګډ کمپ باندې برید وکړ.

د سیمې اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې په دغه نښته کې له سپکو او درنو وسلو څخه هم کار اخیستل شوی دی. د «تحریک جهاد» په نوم یوې لږې پېژندل شوې وسله‌والې ډلې پر ټولنيزو رسنيو په لکي مروت کې د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

په ورته مهال پرون پنج‌شنبه هم یاده سیمه کې له وسله‌والو سره په نښته کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي وو. د هغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه‌و اخیستی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې په دې وروستیو کې د پاکستان په ډېری سیمو کې وسله‌وال بریدونه زیات شوي او د دغه هېواد خلک یې اندېښمن کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام