د میدان وردګ محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو پرمهال سېلابونه راوتلي چې له امله یې ۱۵ کسان مړه شوي دي.
د میدان وردګ د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې رییس فیضالله جلالي سلاموطندار ته ویلي چې بېګاه ناوخته د دغه ولایت په مرکز میدانښار او شپږ ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
جلالي زیاته کړه چې سېلابونو د جلریز ولسوالي په سنګلاخ سیمه کې نهه کسان له ځان سره وړي دي. جلالي همداراز زیاته کړه چې په چک ولسوالي کې دوه ماشومان او نرخ ولسوالي کې هم سېلابونو څلور ماشومان مړه کړي دي.
د میدان وردګ د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې رییس همداراز زیاته کړې چې تراوسه په چک ولسوالي کې یوه ماشوم جسد موندل شوی او هڅې روانې دي، څو د پاتې کسانو جسدونه هم له اوبو راووېستل شي.
نوموړی همدارنګه زیاتوي چې په مرکز میدانښار، نرخ، جلریز، چک، جغتو، سیداباد او بهسودو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله لسګونه کورونه نړېدلي او زرګونه جریبه کرنیز فصلونه، باغونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.
د میدان وردګ د جلرېز ولسوالي یوه اوسېدونکي حاجي محمد شاهپور سلاموطندار ته ویلي چې د مرکز میدانښار په ګډون په ډېری ولسوالیو کې سخت اورښتونه شوي او د دغه اورښتونو له مله په ګڼو سیمو کې سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
نوموړی له سرپرست حکومت غواړي چې سېلاب ځپلیو کورنیو سره بیړنۍ مرستې وکړي او هغه کسان چې سېلابونو له ځان سره وړي، په موندلو کې یې له کورنیو سره همکاري وکړي.