ناپېژنده وسلهوالو ننګرهار کې یو ځوان وژلی
د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې ناپېژنده وسلهوالو یو ځوان په ډزو ویشتلی او وژلی یې دی.
د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند عبدالبصیر زابلی وايي، د یاد ولايت د لعلپورې ولسوالي په «کرداوي» کلي کې د سیدشاه په نوم يو ځوان بېګاه شپه د ناپېژنده وسلهوالو له لوري وژل شوی دی.