Asset 1SWN

د کابل امنیې قومنداني د افغان یوټیوبرې «حورا سادات» وژنه تایید کړه

FB_IMG_1692817326005

د کابل د امنیې قومنداني د پلازمېنې په اتلسمه امنیتي حوزه کې د یوې افغان یوټیوبرې «حورا سادات» وژل تایید کړي دي.

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ نن پنج‌شنبه د وږي دویمه د پیغام رسولو پر پلټ فارم اېکس «ټوېټر» لیکلي چې حورا سادات درې ورځې وړاندې د کابل اتلسمه حوزه کې وژل شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خالد ځدراڼ همداراز لیکلي چې د نوموړې یوټیوبرې د وژنې په تور یې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان نیولي دي.

هغه لیکلي: «له بده مرغه، درې ورځې وړاندې د حورا سادات په نوم یوه یوټیوبره نجلۍ د کابل ښار ۱۸مې حوزې اړوند سیمه کې په قتل رسېدلې. پولیسو د خپلې بررسۍ پر مهال د دې قتل په تور تر دې دمه د یوې مېرمنې په ګډون دوه تنه نیولي، چې څېړنې ترې دوام لري..»

د کابل امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ دا هم لیکلي چې په دې اړه به نور جزییات وروسته وړاندې کړي. په روانه اوونۍ کې ځینو رسنیو د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې کابل کې یوه یوټیوبره په یوې شکمنه پېښه کې وژل شوې ده.

په راپورونو کې راغلي وو چې حورا سادات یوه محفل ته بلل شوې وه او تر مسمومېدو وروسته یې ژوند بایللی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ویل کېږي نوموړې د روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ وژل شوې او د کابل کارته سخي کې خاورو ته سپارل شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام