Asset 1SWN

روزګان کې یوه مېرمن د خپل «لېور» له‌خوا وژل شوې

روزګان

په روزګان کې یوه سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولایت کې یوه مېرمن د خپل خاوند د ورور «لېور» له‌خوا د چړې په وسیله وژل شوې ده.

د سرچینې په وینا، پېښه پرون دوشنبه د غويي ۱۱مه د دغه ولایت د دهراوود ولسوالي اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، یادې مېرمنې پنځه کاله وړاندې واده کړی و او قاتل د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوی دی.

د روزګان محلي مسوولانو تراوسه د یادې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي. دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت کې ورته پېښې رامنځته شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کورني تاوتریخوالي، د ځمکې پر سر شخړو او د شخصي دښمنۍ له کبله د وژنې پېښې زیاتې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام