افغانستان کې د نظامي عملیاتو په اړه د پاکستان خبرداری؛ مجاهد: ا.ا به یې ځواب ورکړي

د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انورالحق کاکړ تازه د امریکا غږ له اردو برخې سره په مرکه کې ویلي چې پاکستان به له اړتیا سره سم په مشخص وخت کې د ځان د دفاع لپاره په افغانستان کې نظامي عملیات وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې دغه هېواد حق لري، څو د ځان او خپلو خلکو د دفاع لپاره په دې برخه کې لازم ګامونه اوچت کړي.