د حقوقو نه ورکړې له امله د معلولانو شکایت؛ مسوولان: ۸۰سلنه ورکړل شوي یوشمېر معلولان د حکومت له لوري دوی ته د خپلو حقوقو د نه ورکړې له امله شکایت کوي او وايي چې د ژمي په دې شپو او ورځو کې د خوړو او کور ګرمولو لپاره څه نهلري.
له امریکا څخه افغانستان کې د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتي د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په یوه راپور کې ویلي، له افغانستان څخه د دغه هېواد له وتلو وروسته، د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات چې له مخکي حکومت سره یې مرسته کړې وه، ترې پاتې دي. دغو پوځي تجهیزاتو کې الوتکې، پوځي وسایط، د مخابرې دستګاوې او بېلابېل ډوله وسلې او نور مهمات شامل دي.