Asset 1SWN

سرپرست حکومت افغانستان کې د یوناما د ماموریت له تمدید هرکلی کړی

UNAMA-1200x700 (1)

د ملګروملتونو امنیت شورا «جمعه، کب ۲۵مه» په افغانستان کې د خپلې سیاسي استازولي ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.

د تصویب شوي پرېکړه‌لیک له مخې به یوناما د راتلونکي ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۱۷مې افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه پرېکړه‌لیک چې د جاپان له‌ لوري وړاندې شوی و، د یوه بل کال لپاره په افغانستان کې د یوناما، ملګرو ملتونو نورو ادارو، مالي مرستو او پروګرامونو د غځولو پر اهمیت په‌کې ټینګار شوی دی.

سرپرست حکومت هم د یوناما ماموریت له غځېدو هرکلی کړی او هغه یې د افغانستان په ګټه بللی دی.

د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته وویل: «د یوناما ماموریت انشاالله د افغانستان په خیر دی، ځکه افغانستان ارتباط ته اړتیا لري، یوناما کولای شي، د اړیکو ټينګښت کې ښه رول ولوبوي. د افغانانو غوښتنه دا ده چې یوناما ښه استازولي وکړای شي.»

په ورته مهال سرپرست حکومت تمه لري چې د یوناما ماموریت غځېدل به د نړیوالې ټولنې او سرپرست حکومت ترمنځ شته هوارې کړي. مجاهد زیاته کړه چې شته موضوعات باید د خبرو له لارې حل شي.

هغه وویل: « د افغانستان څوکۍ باید ورکړل شي، کنګل شوې شتمني باید ازاده شي، فشار راوستل او تورونه لګول او هغه موضوعات چې حل‌لاره لري، باید سیاسي استفاده ترې ونه‌شي.»

د چارو شنونکي بیا افغانستان کې د یوناما د  ماموریت دوام دغه هېواد کې د اقتصادي ستونزو له امله رامنځته شوي بشري ناورین ته د رسېدنې برخه کې اړین بولي.

د افغانستان د واحد ملت د پیستون غورځنګ مشر محمدزلمي افغانیار پوپل وویل: «که له مثبت اړخه ورته وګورو، فکر کوم ښه دی، خو کله ناکله د ټولنې شته واقعیتونو ته په کتو، موضوعات نه‌ وړاندې کوي او هدف یې د هغو هېوادونو د ستراتیژیو پلي کول دي چې پرې نفوذ لري.»

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې چې تېره شپه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت د ارزونې په اړه جوړه شوې وه، د چین او روسیې په څېر هېوادونو د ستونزې حل لپاره د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړۍ د اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د بښنې نړیوال سازمان د یوناما ماموریت د تمدید هرکلی کړی او له دغه سازمان یې غوښتي چې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته د لومړیتوب په توګه زیاته پاملرنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام