د ا.ا د کابینې په غونډه کې پر لویو لارو د موټرو د ګړندي تګ معلومولو او کنټرول لپاره ټرافیک پولیسو ته د اړینو وسایلو پر برابرولو بحث شوی دی.
ارګ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې محمدحسن اخند په مشري د ا.ا د کابینې غونډه کې پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو مخنیوي او د موټرو سرعت کنټرولو په موخه ټرافیک پولیسو ته د اړینو وسایلو چمتو کولو په اړه خبرې شوې دي.
د اسلامي امارت د کابینې نوولسمه غونډه پرون دوشنبه د کب ۲۸مه وشوه چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ پهکې د ټرافیکي پېښو مخنیوي په تړاو هم د یوې طرحې پر جوړېدو پهکې بحث شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاده غونډه کې کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې سترې محکمې، ټولګټو او هوايي چلند وزارتونو سره په ګډه په دې اړه یوه طرحه جوړه او د ریاستالوزرا مقام ته یې وړاندې کړي.
د هېواد پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو مخنیوي په تړاو دغه طرحه داسې مهال جوړېږي چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوې دي.
تازه او وروستۍ مرګونې ټرافیکي پېښه کې چې د روانې اوونۍ پر مهال هلمند کې وشوه، له امله یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول.
د کابينې نوولسمه غونډه؛ د ترافيکي پېښو او موټرو د سرعت کنټرول په اړه اقدامات کيږيhttps://t.co/C4Gb3X73sf pic.twitter.com/plpusC4SGE
— ارگ – ARG (@ARG_1880) March 18, 2024
یاده ټرافیکي پېښه د هلمند د ګرشک ولسوالي په یخچال سیمه کې رامنځته شوې چې پهکې ۲۱کسان مړه او ۳۸ نور ټپیان شوې وو. یاده ټرافیکي پېښې د یوه ټانکر، موټرسایکل او یوه مسافروړونکي بس موټر ترمنځ رامنځته شوې وه.
له دې وړاندې هم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې ورته ټرافیکي پېښې شوي چې مسوولانو یې لامل تر ډېره، د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، د سرکونو خرابوالی او له ټرافیکي قوانینو سره د موټرچلوونکو نهبلدتیا په ګوته کړي دي.