Asset 1SWN

شنونکي: د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې د دواړو هېوادونو په زیان دي

---------------------

پر خوست او پکتیکا د پاکستاني ځواکونو د هوايي بریدونو وروسته تېره ورځ دوشنبه، کب ۲۸مه د پاکستان او د افغانستان امنیتي ځواکونو ترمنځ یو ‌ځل بیا سخته نښته شوې.

دغه نښته وروسته له هغه پیل شوه چې پاکستاني چارواکو خوست او پکتیکا ولایتونو کې پر ځینو سیمو هوايي بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې د پاکستان تحریک طالبان یا «ټي‌ټي‌پي» د یو قومندان حافظ ګل بهادر پورې تړلي کسان یې په نښه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه برید په غبرګون کې اسلامي امارت د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه په نښه کړل.

پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو کې د دوشنبې شپې تر ناوخته د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې وې چې تراوسه د دغو نښتو د مرګ‌ژوبلې په اړه کره معلومات نشته.

ورته وخت کې د چارو یوشمېر کارپوهان د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه د دواړو هېوادونو په زیان بولي. د نړیوالو اړیکو کارپوه ضیا حسیني سلام‌وطندار ته وویل: «د هوايي حریم نقض او د یوه هېواد پر پولې تېری، په یقیني توګه د دوه هېوادونو د لریوالي لامل کېږي او د ګټو تعریف یې سره متضاد کېږي.»

د دې ترڅنګ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وېدانت پټېل هم د دغو نښتو په غبرګون کې وړاندیز کړی چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه باید خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

پټېل د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوځیانو د اسلامي امارت د برید او افغان خاوره کې د پاکستان د هوايي بریدونو په پایله کې د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه ښوولې.

د دوشنبې پر ورځ د ا.ا او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته، اسلام‌اباد کې د امریکا سفیر او همدا ډول د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر ویلي وو، ترهګرۍ سره مبارزه کې له پاکستانه ملاتړ کوي.

دې سره، د چارو کارپوهان د افغانستان پر وړاندې د پاکستان امنیتي‌محوره سیاستونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دغه ډول نښتو د رامنځته کېدو لاملونه بولي او له پاکستانه غواړي چې د ستونزو د حل لپاره باید د «‌ټي‌ټي‌پي» په څېر د امنیتي مسایلو په اړه خپلو کړنلارو کې بدلون راولي.

د سیاسي چارو کارپوه ولي‌فروزان وویل: «د ټي‌ټي‌پي په څېر ستونزې د پاکستان کورنۍ ستونزې دي او که پاکستان وغواړي دا ستونزه حل کړي، باید په کور دننه یې حل کړي او که دې برخه کې له افغانستان د حل توقع ولري، نه‌حل کېږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې سرپرست حکومت افغان خاوره کې د پاکستاني طالبانو تحریک یا «ټي‌ټي‌پي» حضور تل رد کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام