Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې پر ۳۳۰۰ بې‌وزله کورنیو ۲۰میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

-----------

د میدان‌وردګ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت د کرنې ریاست په همغږۍ په جلرېز، حصه‌اول بهسود او مرکزي بهسود ولسوالیو کې پر ۳۳۰۰ بې‌وزله او اړمنو کورنیو ۲۰میلیونه افغانۍ ووېشل شوې.

د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبد الجبار خالد سلام‌وطندار ته وايي چې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (UN-OCHA) له لوري د دغه ولایت په درې ولسوالیو کې له شاوخوا ۳۳۰۰ بې‌وزله او اړو کورنیو نغدي مرسته وشوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خالد زیاته کړه، هرې بې‌وزله او سروې شوې کورنۍ سره ۱۱۲ ډالره مرسته شوې. د نوموړي په وینا، هڅه کوي چې ورته مرستې د یاد ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم پر بې‌وزله او اړو کورنیو ووېشل شي.

په ورته مهال بې‌وزله کورنۍ هم خوښې دي چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (UN-OCHA) له لوري ورسره نغدي مرسته وشوه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دوي غوښتنه کوي چې ورته مرستې دې د میدان‌وردګ په لروپرتو ولسوالیو کې هم پر بې‌وزله او اړو کورنیو ووېشل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام