Asset 1SWN

محمدانور دین پرور د لوګر مرستیال والي په توګه دنده پیل کړه

IMG-20240303-WA0044

محمدانور دین پرور نن دوشنبه د کب ۱۴مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه ولایت د نوي مرستیال والي په توګه، خپله دنده پیل کړه.

د لوګر مقام دفتر رییس مولوي میرویس وحیدالله نوي مرستیال والي ته ښه راغلاست وویل او د تېر مرستیال والي کړنې یې وستایلې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل، د لوګر له محلي چارواکو او ولس څخه وغوښتل چې نوي مرستیال والي سره په چارو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

همدارنګه د لوګر امنیه قومندان محمدالدین شاه مخبت وویل، دغه ولایت کې د ملکي او نظامي ادارو ترمنځ ښه همغږي شتون لري او هېڅ‌راز ستونزې هم نه‌لیدل کېږي. نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي چې نوي مرستیال والي سره په هره اړخیزه توګه همکار پاتې شي.

د لوګر نوي مرستیال والي محمدانور دین پرور دې مراسمو ته وویل، په داسې نظام کې د لوګر مرستیال والي دنده پيل کوي چې ډېری کارکوونکي یې علما‌ء دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې ولس ته به په ګډه کار کوي او هغه ستونزو ته به رسېدنه کوي چې ولس ورته ډېره اړتیا لري.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې مولوي محمدانور دین پرور له دې وړاندې د خوست پوهنې رییس په توګه دنده کړې او د لوګر پخواني مرستیال والي د روزګان د نوي والي په توګه ګومارل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام