![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2024/03/زرغون-خوست-300x200.jpg)
خوست کې د «زرغون خوست» په نوم د نيالګيو کېښنولو کلنۍ مېله جوړه شوه
د خوست محلي مسوولان وايي چې نن «دوشنبه، کب ۱۴مه» د دغه ولایت مرکز «خوست ښار» کې د ازادۍ پر تپه د «زرغون خوست» کلنی دودیز جشن جوړ شو.
د خوست ښاروال قاري بسمالله بلال وايي چې ياد جشن هرکال جوړېږي چې سږ کال يې نهم پړاو دی او درې ورځې به دوام وکړي.