Asset 1SWN

د کابل-بامیان لویه لاره بېرته پرانېستل شوه

ققققققققققققق

د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د کابل-بامیان لویه لاره چې د تېرو درېوو ورځو راهیسې د واورې اورښت او توپان له امله تړل شوې وه، نن دوشنبه، کب ۱۴مه سهار دوباره د ټرافیکو پرمخ پرانېستل شوه.

د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست ریيس فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته وویل، دغه لویه لاره د میدان‌وردګ لومړۍ بهسودو ولسوالي په «حاجي کګ کوتل» سیمه کې د واورې اورښت له امله تړل شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بل‌خوا د دغه ولایت د والي ویاند وحیدالله سروري وایي چې د کابل-بامیان لویه لاره یوازې د وړو موټرو د تګ‌راتګ پرمخ پرانېستل شوې او نوموړی د لویو موټرو له چلوونکو غوښتنه کوي چې په یاده لاره له سفر کولو ډډه وکړي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې د وروستیو اورښتونو له امله د میدان‌وردګ په ګډون په ګڼو ولایتونو کې د لویو لارو سربېره د ولسوالیو لوې لارې هم له مرکزونو سره تړلې وې چې اوس د یوشمېر لویو لارو د خلاصېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام