Asset 1SWN

خوست کې د «زرغون خوست» په نوم د نيالګيو کېښنولو کلنۍ مېله جوړه شوه

زرغون خوست

د خوست محلي مسوولان وايي چې نن «دوشنبه، کب ۱۴مه» د دغه ولایت مرکز «خوست ښار» کې د ازادۍ پر تپه د «زرغون خوست» کلنی دودیز جشن جوړ شو.

د خوست ښاروال قاري بسم‌الله بلال وايي چې ياد جشن هرکال جوړېږي چې سږ کال يې نهم پړاو دی او درې ورځې به دوام وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، دې جشن کې به زرګونه نيالګي کېښنول شي کوم چې د ښاروالي او د سوداګرو او خلکو لهخوا مرسته شوي دي.

هغه وويل د يادې تپې ترڅنګ به د ښار دننه هم په پلي تګ لارو او د سړکونو د ګلدانونو ترمنځ به هم نيالګي کينول شي. په ياد جشن کې د خوست ولايتي مسوولانو ترڅنګ، سلګونه ځوانانو، مشرانو او فعالانو برخه هم برخه اخيستې وه.

خوست ښاروال قاري بسم‌الله بلال وويل: «زرغون خوست کلتوري جشن نهم پړاو نن ورځ ترسره شو په دې کې موږ دوه زره بېرې نيالګي کينوو او په زرګونه نور نيالګي به هم کينول شي. نه يوازې په دې غونډی کې بلکې دولتي رياستونو، ښار داخل ګلدانونو او نورو ځايونو کې به کينول شي او دا جشن به ډېر رنګين ترسره شي.»

د خوست اوسېدونکي هم خوښ دي چې د زرغون خوست په نوم هرکال د نيالګيو کينولو اشر کېږي، خو په وینا یې، د نيالګيو کېښنولو ترڅنګ، دې يې پالنې ته هم پاملرنه وشي.

د خوست يوه اوسېدونکي سليمان ارين وويل چې د نيالګيو د کينولو ترڅنګ يې بايد پالنې ته هم پام وشي او زیاته یې کړه، که نيالګي کينول هم شي، خو چې ساتنې ته يې پام ونه‌شي، بېرته به وچ شي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د زرغون خوست دودیز جشن نهه کاله وړاندې پيل شوی چې د پسرلي په رارسېدو سره هرکال په ځانګړيو مراسمو جوړېږي چې په ترڅ کې يې خلک او ولايتي مسولان په زرګونه نيالګي هم کينوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام