Asset 1SWN

خوست کې د «زرغون افغانستان» جام یو ورځنۍ لوبې پیل شوې

یضصی

د «زرغون افغانستان جام» کرېکټ سیالیو دویم پړاو نن شنبه د غويي نهمه د څلور لوبډلو په ګډون د خوست په کورني لوبغالي کې پیل شوې.

یاد جام کې څلور لوبډلې «پامیر لېجنټز، هندوکش سټرایکرز، میوند ډېفنډرز او جونییر چمپینز» ګډون لري چې د ملي لوبډلې د لوبغاړو سربېره، د نولس کلنې لوبډلې او کورني کرېکټ لوبغاړي هم په‌کې لوبېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دغه سیالي به د روانې اپرېل میاشتې له ۲۹مې «نن څخه پیل» او د مې میاشتې تر ۱۷مې دوام وکړي چې په ټولییزه توګه به په‌کې ۱۳ لوبې وشي.

د یاد جام پیل لوبه کې چې دا مهال روانه ده میوند ډېفنډرز او هندوکش سټرایکرز پر لوبه بوخت دي.

د زرغون افغانستان جام دویم پړاو سیالیو په لړ کې به سبا پامیر لیجینډز او جونییر چمپینز لوبډلې د یوه بل پر وړاندې لوبه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، دغه سیالي د راتلونکي اسیا جام او د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه پیل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام