Asset 1SWN

پېښور زلمي نن اسلام‌اباد یونایټېډ سره لوبه کوي

376757

د پاکستان کرېکټ سوپر لیګ کې نن یوه لوبه کېږي چې پېښور زلمي لوبډله به د اسلام‌اباد پر وړاندې ولوبېږي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې په راولپنډۍ کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پېښور زلمي لوبډلې تر دې مهاله په دغه لیګ کې شپږ سیالي کړي چې درې یې ګټلي، دوه یې بایللي او یوه یې د باران له امله لغوه اعلان شوې.

زلمي د یاد لیګ د جدول په درېیم ځای کې شتون لري. افغان لوبغاړی نوین‌الحق هم په دې لوبډله کې لوبېږي.

اسلام‌اباد یونایټېډ بیا له پېښور وروسته د جدول څلورم ځای خپل کړی او له کړیو شپږو سیالیو یې، یوازې دوه ګټلې دي. درې یې بایللي او یوه یې د باران له کبله لغوه شوې.

پېښور زلمي لوبډلې په روان سوپر لیګ کې اسلام‌اباد یونایټېډ ته ماته ورکړې او دا یې دویم ځل دی چې دې لوبډلې سره مخامخ ده.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پاکستان کرېکټ سوپر لیګ کې شپږ لوبډلې لوبېږي چې هره لوبډله له یوه بل سره دوه-دوه لوبې کوي چې ټوله کې یوه لوبډله لس سیالي کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام