Asset 1SWN

هلمند کې سړه هوا؛ مسوولان: ۱۵ناروغان د چورلکې له لارې روغتون لېږدول شوي

بب------------------

هلمند کې ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په باغران ولسوالي کې یې ۱۵ هغه کسان د چورلکې له لارې روغتون ته رسولي چې د یخنۍ له امله ناروغان شوي وو.

د باغران ولسوال ملاجمعه ګل قریشي سلام‌وطندار ته وايي، یاد کسان د دې ولسوالي په لرې‌پرته «پشت جویې النجي» کلي کي د سړې هوا له امله ناروغان شوي وو او روغتون ته د لېږد ټولې لارې د واورې اورښت تړلې وې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاته کړه چې «یکشنبه، کب ۱۴مه» ۱۲ بجې یې د ۲۱۵ العزم قول اردو د چورلکې په مرسته یادې سیمې ته د ژغورنې یوه ډله لېږدول شوې وه چې ۱۵ ناروغان یې د باغران مرکز ته انتقال کړي چې په‌کې ښځې او ماشومان هم ګډون لري.

د باغران ولسوال ملاجمعه ګل قریشي وویل چې کلي کې پاتې کسانو ته یې اووړه، غوړي او نور خوراکي توکي هم لېږدولي ناروغان تر درملنې لاندې دي. د ډاکترانو په وینا، د ناروغانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نوزاد ولسوالي باد مزار سیمه کي هم د یوې کورنۍ اووه غړي، واوره کې ایسار پاتې وه چې د هوایي ځواکونو له لوري ژغورل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام