د احمدشاه مسعود د وژل کېدو تلین د بندو دروازو تر شا ونمانځل شو

یوشمېر افغان ښځو نن په پروان، کاپیسا، بغلان، بدخشان او پنجشېر ولایتونو کې د بندو دروازو شا ته د احمدشاه مسعود د وژل کېدو تلین ونمانځه.
د مسعود پلویان به په تېرو دوو لسیزو کې پر دې ورځ سړکونو ته راوتل او دا ورځ به یې په ځانګړو مراسمو سره نمانځله، خو سږ کال چې اسلامي امارت پر سیاسي ګوندونو محدودیتونه لګولي، د هغه پلویان ونه توانېدل چې په ازاده فضا او د رسنیو مخې ته یې ونمانځي.