شل میلیونه افغانان له لوږې سره مخامخ دي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP په افغانستان کې د بې‌وزلۍ کچې د لوړېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې اوس شاوخوا شل میلیونه افغانان د اړتیا وړ خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري. په ورته وخت کې یوشمېر کابل ښاریان هم هېواد کې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ کچې زیاتوالي اندېښمن کړي او وايي، اسلامي امارت باید خلکو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام: په څو ورځو کې به پر نهه میلیونه افغانانو مرستې ودرېږي

د خوړو نړیوال پروګرام یا «WFP» تېره ورځ پر خپلې ټویټرپاڼه خبرداری ورکړی چې که تر راتلونکو څو ورځو پورې ورته په بیړنۍ توګه بودیجه ونه ‌رسېږي، افغانستان کې به یې پر نهه میلیونه اړمنو افغانانو د مرستو وېش ودرېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام: میلیونونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام پرون پر ټویټر لیکلي، که افغانان د اړتیا وړ مرستې ترلاسه نه کړي، په راتلونکو ورځو کې به نهه میلیونه کسان د لوږې له ګواښ سره مخامخ شي. د خوړو نړیوال پروګرام رییس ډېوېډ بسلي ویلي، نړۍ نه‌شي کولای په دې بې‌مخینې ناورین کې افغانان هېر کړي.

غور کې د خوړو پروګرام د مرستو بندېدل؛ خلک: د بېګاه او سبا نه لرو

غلام‌حضرت چې د غور په مرکز فېروزکوه ښار کې اوسېږي وايي، تېرو څو میاشتو کې یې د خوړو نړیوال پروګرام په مرستو شپې او ورځې تېرولې، خو اوس چې دا مرستې پرې درېدلي، د یو وخت ډوډۍ پیدا کولو ته حیران دی. دا یوازې غلام‌حضرت نه‌دی چې سختې شپې او ورځې تېروي، بلکې سلګونه نورې کورنۍ هم شته چې د یو وخت خواړه هم نه ور رسېږي.