د کندوز شېرخان بندر کې سوداګریزې چارې بېرته پیل شوي
له تاجیکستان سره پولې ته نږدې د کندوز شېرخان سوداګریز بندر چې د طالبانو له لوري تر نیول کېدو وروسته تړل شوی و، اوس یوځل بیا د دغه سوداګریز بندر چارې بېرته پیل شوي دي.
له تاجیکستان سره پولې ته نږدې د کندوز شېرخان سوداګریز بندر چې د طالبانو له لوري تر نیول کېدو وروسته تړل شوی و، اوس یوځل بیا د دغه سوداګریز بندر چارې بېرته پیل شوي دي.
پکتيا کې یوشمېر سوداګر وايي، سره له دې چې افغان چارواکو څو ځله ورسره ژمنه کړې چې د ګردېز ـ پټان لویهلار به په رسمي توګه ټرانزیټي لاره کړي، خو دغه ژمنه تراوسه نه ده عملي شوې. دوی وايي، دغه لار د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د سوداګريزې راکړې ورکړې تر ټولو غوره لار ده چې د نورو تجارتي لارو په پرتله ۳۰۰ کيلومتره لنډه ده.
نن د هرات ولایت د ګمرکونو ریاست مخې ته د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه، د زعفرانکارانو ټولنې، سوداګرو مېرمنو او د مدني ټولنو یوشمېر غړو په یوې خبري ناسته کې د هېواد په ګمرکونو په ځانګړې توګه د هرات په ګمرک کې د پراخ فساد له امله، خپل اعتراض څرګند کړ.
د هرات د صنایعو او سوداګرۍ مسوولانو درې کاله وړاندې په رسمي ډول د دغه ولایت هوايي دهلېز پرانېست او په لومړي ځل ترې هند ته صادرات پیل شول، خو اوس د هرات د صنایعو او سوداګرۍ مسوولان او یوشمېر سوداګر وايي، د دغه ولایت هوايي دهلېز یوازې په نوم پرانېستل شوی او د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې هېڅ ډول خدمات نه لري.
په پکتیا ولایت کې د کارخونو لپاره د ځانګړو شویو ځمکو نشتوالي او په دغه ولایت کې روان ناسم امنیت وضعیت د دې لامل شوی چې په دغه ولایت کې د کارخونو فعالیت تر ۴۰ سلنې راټيټ شي. د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې د چارواکو په وینا، د کارخونو د ځمکې نشتوالي یوشمېر پانګوال اړ کړي چې خپلې شتمنۍ له پکتیا څخه د هېواد نورو سیمو او حتا له افغانستان څخه د باندې ولېږدوي.
بېګاه شاوخوا نهه بجې د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند په مرادبېګ کلا سیمه کې د تېلو ټانکرو اور واخیست چې له کبله یې ډېری ټانکرونه د اور په لمبو کې وسوځېدل.
د دغې پېښې سیمې ته نن د سلاموطندار خبریاله حمیده مددي ورغلې ده. هغه وايي، د اورلګېدنې په سیمه کې ښکارېدل چې ټانکرونه په بشپړه توګه له منځه تللي وو او له اورلګېدنې څو ساعته وروسته لا هم پرې بل اور نه و مړ شوی.
نن سهار د هرات ښار شمال لوري ته د کمرکلاغ سیمې د اوبلنو ګازو په شرکت کې د یوه ټانکر خالي کولو پر مهال اورلګېدنې شوې چې له کبله یې د ګازو دوو شرکتونو ته مالي زیان اوښتی دی.
هرات کې د ګازو واردوونکو اتحادیې رییس ظاهرشاه توخي وايي، په یاده اورلګېدنه کې د ګازو له ۱۵ تر ۲۰ خالي ټانکرونه، د دوو شرکتونو تاسیسات او د ګازو یوه زېرمه له منځه تللې ده.
په اسلامکلا ګمرک کې له اورلګېدنې وروسته چې د تېلو او سوداګریزو توکو سلګونه موټر پهکې وسوځېدل، په هېواد، په تېره هرات، کابل، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې د خوراکي او سوندتوکو بیې لوړې شوې دي.
د هرات محلي چارواکي وايي، مافیا او ځینو موټرچلوونکو د چور او د هغوی د ناقانونه مالونو د نه رسوا کېدو لپاره لسګونه موټر په کلیو کې خپلو کورونو ته لېږدولي دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون