د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د فیض‌اباد ولسوالي په «بالامردیان» کې د طبیعي اورلګېدنې له امله لسګونه کورونه سوځېدلي دي.

د جوزجان د امنیې قومنداني ویاند سراج‌الدین احمدي سلام‌وطندار ته ویلي چې تراوسه په دې اورلګېدنه کې د هستوګنې ۵۰ کورونه سوځېدلي او اور د پراخېدو په حال کې دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جوزجان د امنیې قومنداني د ویاند په وینا، تر دې دمه دغې طبیعي اورلګېدنې د یاد کلي اوسېدونکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

په همدې حال کې د جوزحان د کار او ټولنیزو چارو رییس نورالله مسافر چې د بالامردیان اوسېدونکی هم دی، دغه ولسوالي کې وضعیت د اندېښنې وړ بولي. د نوموړي په وینا، دغه کلي کې یو پر بل پسې کورونه اور اخلي او تراوسه یې لامل نه دی څرګند شوی.

په ورته مهال د جوزجان د کار او ټولنیزو چارو رییس زیاتوي چې د یاد کلي یو‌شمېر ماشومانو او ښځو ځینې حیرانونکي موجودات لیدلي چې دا مهال ناروغان شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، دغه اوسېدونکي وروسته له هغې ناروغان شوي چې د اورلګېدنې پرمهال یې ځینې حیرانونکي او عجیب موجودات لیدلي.

 

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام