«بالامردیان» د جوزجان د فیض‌اباد ولسوالي یوه لرې پرته ولسوالي ده چې په‌کې نږدې ۱۲۰۰ کورنۍ مېشتې دي. اوسېدونکي یې د کرنې، مالدارۍ او ازاد شغل له لارې اقتصادي اړتیاووې پوره کوي.

د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی او د برښنا او سړک نه‌شتون د «بالامردیان» سیمې د اوسېدونکو له جدي ستونزې څخه دي. د دغې سیمې یوشمېر خلک وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې یې کلي کې طبیعي اورونه لګېدلي چې اوس هم روان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په وینا، دغه وضعیت د فیض‌اباد ولسوالي اوسېدونکي رواني ستونزو سره مخ کړي او کورنۍ هم یو پر بل پسې دغه سیمه خوشې کوي او د جوزجان څنګ لوري ولایتونو ته روانې دي.

د فیض‌اباد ولسوالي د «بالامردیان» سیمې اوسېدونکی شکرالله وايي، سیمه کې اوس هم اورلګېدنه دوام لري او خلکو ته زیانونه اړوي. د هغه په وینا، ښځې او ماشومان د دې اورلګېدنې لاملین په سترګو ویني.

نوموړي وویل: «خلک له یوې ستونزې سره مخ شوي. لومړیو مو فکر کاوه چې ښايي انسانان به وي، وروسته معلومه شوه چې ښځې او ماشومان یې ویني، خو نارینه یې نشي لیدلی، کله چې کور ته ورننوځي کور کې څوک نه وي او نفر ورک وي.»

د جوزجان د کار او ټولنیزو چارو رییس نورالله مسافر چې خپله د «بالامردیان» سیمې اوسېدونکی دی وايي، نن پنجشنبه هم ۳ کورونه سوځېدلي او خلک د خاورو په وسیله اور مړ کوي.

د هغه په وینا، د دغه وضعیت دوام به لامل شي چې ټول خلک یاده سیمه خوشې کړي. د جوزجان امنیه قوماندان داملا سراج الدین احمدي وايي، تراوسه طبیعي اورلګېدنه کې ۵۰ کورونه سوځېدلي او اور اوس هم روان دی.

د هغه په خبره، اوس وخت کې د یاد کلي اوسېدونکې په بد وضیعت کې دي او مرستندویه ټولنې دې خلکو سره مرستې وکړي. د جوزجان ځايي مسوولان وايي، یادو کورنیو سره د مرستې او د موضوع څېړلو لپاره یو پلاوی هم یادې ولسوالي ته تللی چې تر څېړنې وروسته به معلومات شریک کړي.

د جوزجان د فیض‌اباد ولسوالي د «بالامردیان» کلي اوسېدونکي دا ادعا هم کوي چې ځینو کسان په یاد کلي کې عیجبه مخلوقات «پیریان» لیدلي، خو یوشمېر کسان بیا وايي، هلته د ګرمۍ په وجه د حرارت درجه لوړه شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ځینې نور بیا وايي، یوشمېر سیمو کې د ګاز شتون له امله دغه پیښه رامنځته شوي، خو دا ادعاوي په رسمي ډول نه دي تایید شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام