د ګوانټانامو یوه زنداني له کاناډا څخه د ۳۰ میلیونه ډالرو غرامت غوښتنه کړې یوه موریتانیايي کس چې له محاکمې پرته په ګوانتانامو کې ۱۴ کاله بندي و، ادعا کړې چې کاناډا د هغه په نیولو کې لاس درلود او له دغه هېواد څخه یې شکایت کړی دی.
نهه میلیونه افغانان د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بشري ناورین مخ په پراخېدو دی او لوږه په دغه هېواد کې خپلې کمسارې کچې ته رسېدلې. د دغه بنسټ ویاند بابر بلوچ ویلي چې نږدې ۲۳ میلیونه کسان په افغانستان کې له لوږې سره مخ دي چې له ډلې یې ۹ میلیونه وګړي د قحطۍ له جدي ګواښ سره دي.