متقي: مرسته کوونکي هېوادونه دې د توکو پر ځای، نغدي مرستې وکړي
د پاکستان په کوربهتوب د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د خپلې وینا پر مهال ویلي چې د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره دوی د توکو د مرستو پر ځای نغدو پیسو ته اړتیا لري.