طالبان باید د سولې خبرې بېرته پیل کړي

د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر وايي، طالبان باید د سولې خبرې اترې بېرته پیل کړي.
نوموړي چې نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، د سیمې هېوادونو او د افغانستان نړیوالو همکارانو له طالبانو غوښتي چې د سولې مذاکراتو مېز ته راشي او ژرترژره دا خبرې بېرته پیل کړي.

له ملګرو ملتونو د افغانستان غوښتنه؛ طالبان اوربند ته اړ کړئ

د بهرنیو چارو وزارت له القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو دوام په اړه د ملګرو ملتونو د وروستي راپور هرکلی کړی او له دغه سازمان او خپلو نورو نړیوالو متحدانو یې غوښتي چې دا ډله اوربند ته اړ باسي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې له ملګرو ملتونو او د افغانستان له نورو نړیوالو شریکانو غوښتي چې پر طالب ډلې فشار راوړي، څو له هدفي وژنو او ترهګرو ډلو سره له اړیکو لاس واخلي.